Categories

خبرونه

 	ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

سړي لوى پټکى وهلى و. ږيره يې په نکريزورنګ کړې وه غټ،غټ ګامونه يې اخيستل. وتلې خيټه يې لکه د اوبو مشک، په تګ کې ړپېد ه. له شا يې ښځه پسې روانه وه، خيرن هلك يې ترلاس نيولى و. د ماشوم له ټېكونو مړه خوله راما ته وه، د موټرو…

نور

اعلان ۱

۸

عارف وزير دې د متحد انقلابي فکر سمبول شي

سپين روان نورزی  تيره اوونۍ د پښتون ژغورنې يو مخکښ غړی سردار عارف وزير په خپل کلي کې د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه شو او له څو ساعته درملنې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په ټولنيزو رسنيو کې ډېری خلک د عارف وزير انځورونه لاندې باندې کوي او په بېلا بېلو لارو د غچ اخيستو سپارستنې او وړاندوينې کوي.

په خيبر پښتونخوا کې د روانې مبارزې او د پېښې شوې قضيې ماهيت ته په کتو انساني فطرت دا مناسبه بولي چې غچ دې واخيستل شي، خو اصلي پوښتنه دلته ده چې څه ډول غچ دې واخيستل شي؟ 

په پښتنو کې وژل او د غچ اخيستل معلوم دي، يعنې د سړي په سر سړی وژل کېږي، دلته سړی هغه چا ته ويل کېږي چې په بيالوژيکي ډول نارينه پيدا شوی وي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې انساني معنويت يو بېل ارزښت دی. څومره توپير دی په انسان کې د معنا په لحاظ، واړه اخته دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي.

سردار عارف د هغو انسانانو له جملې و چې غوښتل يې جهان جوړ کړي او له پښتنو سره د هغو زياتيو په وړاندې غږ اوچت کړي چې نن ورسره لاس او ګيروان دي.

عارف ښايي هغو کسانو په نښه کړی وي چې ده يې د حقوقو د غوښتنې غږ اوچت کړی و، ځکه په قبايلي ټولنو کې د پردي سړی تشخيص ډېر اسانه دی، خو پښتانه قبايل په خپل کور کې د خپل ورور له خوا د بل په اشاره ټکول کېږي.

اوس د غچ اخيستنې لپاره دوې لارې شته، چې يوه يې د تشدد لاره ده، يعنې د مقتول دې مستقيم قاتلين ونيول شي او بل مثله عمل ورسره وشي، دويمه لار يې دا ده چې دې پېښې ته منطقي او بنيادي ځواب ورکړل شي.

د معاصرې پيړۍ د ولسي مبارزې ( عدم تشدد) سر لاری پاچاخان وايي چې د څپېړې ځواب په څپېړې ورکول ډېر اسان کار دی، خو د څپېړې زغمل او هغه ته منطقي ځواب ورکول ګران دي.

ولسي مبارزه په دې بنا ده چې په ټولنه کې د خلکو ستونزو ته اساسي حل پيدا شي او د هغو افرادو او کړيو لاسونه پرې کړي چې د ولسونو په بدبختيو کې خپله هوساينه او واکمني لټوي.

دوه کاله وړاندې د ارمان لوڼي په نوم د پښتون ژغورنې مخکښ غړی د پوليسو له خوا ووژل شو، له هغه وروسته د طاهر داوړ په نوم د ياد غورځنګ يو بل غړی ترور شو او نن عارف وزير په نښه شو.

دا پېښې داسې ښکاري چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غړو او همنظرو يو ډول ازموينه اخيستل کېږي او دوی هڅول کېږي چې خپله لار خوشې کړي او په لوی لاس د تشدد لار خپله کړي، کومه چې په موجوده شرايطو کې په هېڅ صورت د برياليتوب تر حده نه شي رسېدلی.

په ولسي مبارزه کې د ټول شموله موخې ټاکل، د تطبيق لپاره يې د معقولې ستراتيژۍ شتون او په دې لاره د مزل لپاره پوره زغم يې بنسټيز توکي دي.

په پښتونخوا کې کالونه وشول چې وسله واله مبارزه کېږي، ولې پايله يې دا شوه چې دوی نه يوازې خپلواکي وانخيستل شوه، بلکې د هرې ورځې په تيرېدو د ورور وژنې سره خوا کې د نړيوال علمي او سياسي بهيره په لرېکېدو دي، ځکه د دوی وسله والې مبارزې په نړيوال ستيج کې دوی بغايان او له تمدنه لرې خلک معرفي کړل او د پاکستاني حکومت هغه کړۍ چې د دوی د ځپلو لپاره ايجادې شوې هر کال له همدې لارې د ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې په نوم له نړيوالو امتيازات اخلي او ځان پرې په اقتصادي او نظامي لحاظ غښتلي کوي.

ښايي د عارف وزير له مړينې وروسته نورې ډېرې دې ته ورته پېښې هم وشي ترڅو د دوی وينه په جوش راولي، اصول مات کړي او بغاوت ته لاس وغځوي.

 خو که چېرې پښتانه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د يوه واحد نظر په چوکاټ کې يوه اغېزمنه ستراتيژي جوړه کړي او د ولسي مبارزې ( عدم تشدد) لار همداسې جاري وساتي، له مسايلو سره د زغم او حوصلې له لارې چلند وکړي، دوی به خامخا يوه ورځ په دې بريالي کېږي چې د هغو کړيو رېښې وچې کړي کومې چې هم يې مړه کوي او هم يې پړه کوي. 

په همدې دليل دوی بايد له زغمه کار واخلي او د دې شهيد په وينو خپل انساني قوت غښتلی کړي او په منطقي ډول د خپل مظلوميت او محروميت د رفعې لپاره غږ اوچت کړي او د ځان سمبالونې، يو کېدنې او فکر انقلاب هڅې دې چاري وساتي، محرومو ولسونو ته د رښتينې پوهېدنې له لارې د خپلو حقوقو او ازاديو چل ور زده کړي ترڅو پښتانه هم په خپله جغرافيا کې له انساني او مدني حقوقو برخمن د هوسا او وياړلي ژوند خاوندان شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *