Categories
مقالې

خبرونه

د روڼتیا سازمان: غني او عبدالله دې د قضايي او عدلي څوکیو له وېش څخه ډډه وکړي

د روڼتیا سازمان: غني او عبدالله دې د قضايي او عدلي څوکیو له وېش څخه ډډه وکړي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د افغانستان پر روڼتیا د څار سازمان وايي، د ارګ او سپېدار په سیاسي هوکړه کې د عدلي، قضايي، نظارتي او انتظامي بنسټونو او وزارتونو د وېش په اړه اندېښنه لري.  دغه سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي ځینې غیر سیاسي بنسټونه هم د دغې سیاسي هوکړې په…

اعلان ۱

۸

وروستۍ لارۍ… (لنډه کیسه) خالق رشید

ډالۍ:  دثور اتمې ته ! 

 نږدې یو کال شو چې دوی د شهید پلار له خالي تنخوا پرته  چې هغه هم په خپل وخت نه ورته رسیږي ،  دالله په دربارکې بله چاره نه لري، نور خپلوان یې هم نشته، چې دوی ته لاس ورکړي، اویا که کومه ورځ په ټپه دریږي، نو بیا به ددوی مخ ور واوړې …  نه، هیڅ شی او هیڅوک هم نه لري. تر ټولو بده  خو لا دا ده چې ښوونځي هم وتړل شول، پر ښار باندې توغندې چا ته وخت نه ورکوي، چې له کوره دې په خلاصو څانګونو آزادې هوا ته ووځي ..،  کوچنی زمرک ټوله ورځ مور ته ګوري اوموریې  بیا د سترګو اوبڼو تر منځ هم دده پرباندې وتو باندې نه ده خوشاله… ژوند له هرې خوا پردوی او په سلګونو دوی غوندې همداسې دخوارۍ اونا چارۍ ساړه وزرونه راغوړولي دي . ټول امید یې دادی چې جګړه پای ته ورسیږي او دوی په خلاصو مټو دخپل کورد بام له سره دکابل دشینکي آسمان اوملاقي کوترو  آزاده ننداره وکړي … په دي هیله دي چې زمرک به ښوونځي ته ځي، مور به یې هم دمیاشتې په پای کې دخپل شهید خاوند چې دوی ترې په سپیره میدان پاتې شوي وو، تنخوا په خوشاله  زړه خپل کورته راوړي او ژوند به یې پریوه خوا خپله لاره ورباسي… خو دایوخوب دی چې دوی یې وینې ځکه جګړه  اوس لکه د اوښ کولمه ورځ په ورځ اوږدیږي اودهرې شیبي په لمنه کې د ژوند هیلې خوري اود ژوند هیلو ته ګواښیږي . پرزمرک او موریې د تنګسیا څپې لکه ښامار ورځ په ورځ را نژدې کیږي ، ځوانه جانه میرمن،  یو زوی او دیوه شهید خاوند تنخوا هغه چې له میاشتومیاشتو وروسته کومه میاشت  ورته رسیږي ،او دکابل ددغو شپو ورځو په زړه کې چې وسله وال لیوان په وینو اورونه بلوي ، حیاوې بې حیا کوي ، غلا او وژنه دخدای او رسول قانون بولي لا هم ژوند کوي . لاهم د سبا به هیله هڅیږي … مور پرزوی ټپریږي او زوی بیا دمورهیله منو سترګو ته ګوري، دښارجګړې په زړه کې د وسله والو لیوانو کیسې په هره شیبه کې د دوی ویښته له ډیره وحشته زیږه کوي … او  زمرک مورته په مینه ناکه ژبه وایي: 

ـ مورې اسلامي شوه ،  اسلامي همدا ده چې ټولو به چغې ورته وهلې  ؟ 

مور ډیرڅه نه ورته وایي  یوازې دده سترګو ته ګوري او په لنډوکې ځواب ورکوي : 

ـ هو، هو ، همداده … اصله اسلامي …  

 د زمرک پلار دوه کاله دمخه شهید شوی و، خو دمړي  په ښه او بد یې نه وخبر،  او نه ورمعلومه وه چې څنګه مړشو اوچیرې مړشو ؟ دوي یوازې په دې پوهیږي چې هغه یو  هیوادپال پوځي و،  جګړې ته یې ولیږه ، خو ورسته یې ملګرو دهغه د شهادت احوال ورته راووړ ، څه موده وروسته یې ملګرو دهغه دشهادت اسناد بشپړکړل او دهغه دلومړۍ میاشتې تنخوا یې هم ورته راوړه … 

خو زمرک او س غټ شوی ، هغه اوس په دې پوهیږی چې پلاریې له  تورتم سره په جګړه کې  شهیدشوی ، کله چې له خپلو همزولو سره ، دلوبواوښوونځي پرمهال یوځای کیږي او پوښتنه ترې کوي چې پلاردې شته ؟ هغوی ته هم دده ځواب دادی چې : 

ـ نه پلارمې شهیدشوی …  

خو دی یوازې نه دی ، هغه چې په ټولګی له زیاترو ملګرو څخه پوښتنه کوي ، له هغوی هم کټ مټ همدغه ځواب اوري : 

ـ هو  زما پلارهم شهید شوې … 

نژدې یوه اوونۍ کیږي چې  زرو ترور، هغه چې لکه د زمرک د مورپه څیر ځوانه کونډه شوې ، ددو ی کره راځی ، په خبرو خبروکې همدا وریادوي چې  دهغې زوی هره ورځ دښارپه کوڅو او ډیرانو کې ګرزي او هډوکي ټولوي ، هره  ورځ دومره هډوکي ټولوي چې د دوی ښه ګوزاره پرې کیږي ، زرو تروردزمرک مورته هم مشوره ورکوي چې زمرک بی کاره پرې نږدي او باید چې ددې له زوی سره ولاړشی … هډوکي ټولول نه خواري غواړې اونه هم نوره ستړیا ، ګټه یې هم ترډیرو شیانو زیاته … 

خو د زمرک مور نه پوهیږي چې څه وکړي ، حیرانه ده چې دچا ومني ، د زرو ترور اوکه دخپل  یو وزر والي ؟  دا فکرکوي چې که یې زوی دغه تجارت  ته چې سرمایي ته اړتیا نه لري وګماري ، وخت ډیر بد راغ ،پرښارجګړه راغبرګه ده او پرخیټه لوږه …  هغه هیڅ نه پوهیږي ،  د زوی د سبا خبره خو یې ګرده له یاده وتلې ده ، هغه یو وخت و چې خلکو به د خپلوبچیانو په باب فکرکاوه اودهغوی د روښانه سبا به باب به یې رنګین خوبونه لیدل …. هو، هغه یو  وخت و او یوخوب …

زمرک د مور پرهرڅه پوهیږي ، دهغې په څیره کې  په هسې لیدو دی هرڅه انځورولای شي ، دهغې خندا او ژړا، دهغې دپریشانۍ او نارامۍ  یوازنی او ترهرچا ورنږدي انګیرونکی هم دی دی ، ځکه نو ورته وايی : 

ـ مورې !  په دې ورځو کې ولي نارامه یې ؟ ولې دپرځمکه ټیک نه کیږي ؟ 

مور په ځیر ځیر ورته ګوري او پوښتنې ته یې په سوچ کې ډوبه او ورو ورته وایي : 

ـ مځکه پرټول مخلوق  اورشوې ، پرماهم … 

په همدغه شیبه کې زمرک ته وایي چې زرو ترور وایي چې له ملوک سره ته هم باید هډوکي ټولو ته ولاړشې … 

د هډوکو په  اوریدوسره  دزمرک په ذهن کې یو ناڅاپه ، یو څه ور تیریږی او مورته وایی :  

ـ هډوکي ، ؟! ، ملوک هره ورځ په هډوکوپسې ځې ؟   

ـ هو، دایوه میاشت کیږي ، دهغه همدا ګټه وټه ده … 

ـ دهډوکو پیسې خوري ؟  څنګه یې خوري ، څنګه یې زړه ته کیږي … 

زمرک په خپله ټوله ماشومانه هوښیارتیا ، دخپلې مور په وړاندې دخپلې خبرې په منفی اړخ پوه شو، دی چې ددې د زړه په خبره پوه شو، زريی ورته وخندل : 

ـ ملوک ښه هلک دی ، زمابه هم ساعت ورسره تیروي ، سرله سبا ورسره یم … 

خو دمور پر ذهن باندې یې دا خبره نښتر وهي او څوڅوځلي په کې ځي او راځي : 

ـ هډوکي … دهډوکو پیسې خوري ، څنګه یې خوري  ؟ 

نه پوهیږم ، دکابل دجهادي جګړودجدې د میاشتو له سختو شپو یوه وه ، ټوله شپه، پرښار باندې توغندي راغلل او ټوله شپه دښار د هرې خوا په تورتم کې یوازې اورونه ښکاریدل ، یوازې سوځول ښکاریدل او یوازې تیاره وه چې ځان یې ورته ټینګ کړی و، لاسم لمرنه و راختلي چې زمرک دملوک دوی دروازې ته تیک ودرید، له اوږدې مودې، له هغې ورځې چې دلته  ددغه ښکلي ښار په زړه باندې بدرنګو بده ورځ راوستي وه، دی له کوره نه و وتلی، له څه ځنډه دواړه روان شول ،  دواړه یتیمان ، دواړه داسې څوک، چې د زمانې دغم ا وماتم زور له دوی څخه خیږي ، دواړ روان دي ، دهغو د سودا بازار نه دی معلوم،پر هره چې ولاړل ، هم هغه یې ده ، د کوڅي په لنډو او اوږدو کې یي سترګې په هډوکو پسې څارو وي ، چیرې چې دسړیو ګڼه ګوڼه وي ، پرهغه خوا یې دومره تلوسه نه وي ، لکه چیرې چې دسپیو شورماشور او غو غو پورته وي . ملوک په هرڅه پوهیږي ، هغه اوس په دې هم پوهیږي چې څنګه د ډډیی سپیو له خولې باید هډوکی را واخلي ، یو شمیر سپي خو دي له لرې پیژني ، کله یې چې سترګې پرې ولګیږي، هډوکي خو لا پریږده چې ان هغه سیمه ټوله ورته خوشي کوي … 

خو نن چې دوه  تنه وو ، ښایسته له ښاره لرې ووتل، زمرک دلومړي ځل لپاره یوغته ککره ومونده ، ځای پرځای ورته ودرید ، ځکه هغه تراوسه  لا دومره سپين سترګی شوی نه و ، چې هډوکي ته ، هغه هم ناپاک هډوکي ته لاس ور نږدې کړي ، ځکه مخامخ ورته ودرید،  ملوک پربله خوا ترې تللی و،  خو دی لا هم ورته ګوري او ورته سوچې : 

ـ هډوکي ، دهډوکو پیسې؟ 

په همدغه سوچ کې یې سترګې  هلته وړاندې په هدیره لګیږي ، خو بیاهم خپلو موندلو هډوکو ته ګوري او ورته ناست دی ، ورته ګوري او بیایې فکر ته ورخي : 

ـ ککره … دسړي ککره … ! 

په همدغه سوچ کې نور هم ډوبیږي ،  دککرې دسترګو او خولې سوریو ته ګوري ، ذهن ته یي یو څه ورځي ، ورته ځیرکیږي ، داسې لکه چې یو څه ترې اوري : 

ـ  هو ، بچیه …  زه  سړی یم ، دا زما ککره ده … 

بیا شاوخوا ته ګوري ، سترګې یې په هدیره لګیږي ، په همدغه شیبه کې یې ملوک سرته درییږي او ورته وایي : 

ـ  وا وا ، مبارک،  دنن ډوډۍ خو دې نغده کړه ،  واچوه کڅوړې ته … 

خو د زمرک لاس کڅوړي ته نه ورځي ، او په لړزیدلي آواز ورته وايی : 

ـ زه یې په خپله کڅوړه کې نه اچوم ، ته یې واخله … 

خوملوک ورته به قاریږي ، په بیره  ککره او څه نور هډوکي  سره را غونډوي او دده په کڅوړه کې یې اچوي او خپله خبره هم پرې ور زیاتوي: 

ـ خیردی ، زه هم په لومړۍ ورځ تا غوندې ډاریدم ، په پیل کې سړي همداسې وي ،خو اوس ما ته وګوره چې ان په قبروکې هم ورپسې ننوزم … 

ملوک یي کڅوړه زر په شا ور واړوله ، خو د زمرک له زړه یو الله خبر و، چې څه ورباندې تیریدل ، کڅوړه یې پرکیڼه او ږه اړولي،ړنګ وبنګ روان دی، کله چې یو څو قدمه ولاړشي ، بیا یي پښه ترې کږه شي ، کڅوړې یې پرډډه داسې لګیږي چې دی فکرکوي ، څوک یې له دننه تخنوي،  او فکر کوي چې بیا یو څوک ورته غومیږي:

ـ  هو، بچیه …  زه  سړی یم ، دا زما ککره ده … 

څوځلي یې نوره هم کڅوړه پر مځکه کیښوده ، ملوک ته به یي ویل چې ته یې واخله … خو هغه به بیا تسل ورکاوه ، چې ګواکي موږ غریبان یو ‎، بله  چاره نه لرو ، ښار جګړې او لوږې دواړو په خپلو منګولو کې نیولی دی …  پاس آسمان  او کښته بنده حیران  …   

زمرک یي په څه خواریو او  زاریو ترهغه دکان پورې چې هډوکي به یې اخیستل را ورساوه ، دکاندار هم نوي په ځۍ ځۍ کې و ، کله يی چې په ملوک سترګې ولګیدې وار دواره یې ورته وویل : 

ـ وړه وړه ، هډوکي اخیستل موږ نور بند کړل ، حالات ډیرخراب دي، موږ نن وروستۍ لارې پاکستان ته واستوله  اولاړه … وروستۍ لارۍ …

ددعه ځواب په اوریدو سره زمرک نورهم هم په فکرکې شو، سوچ  یووړ ، څو ځلي یې د ا یو ه لنډه جمله په ذهن کې  ولاړ او راغله: وروستۍ لارۍ او پاکستان … ؟

خپلې کڅوړې ته یې وکتل، بیایي هم له هغه ځایه هم هغې یو ې جملې اوس هم په غوږو انګازې کولې : 

ـ  هو، بچیه …  زه  سړی یم ، دا زما ککره ده …

د ورستۍ لارۍ جملې ډیرنارامه کړې و،  ملوک ته یې وکتل ، هغه هم حیران دریان ورته کتل ، دواړه حیران وو، چې له خپلو کځوړو سره څه وکړي … کورته یې هم نه شوای وړای ، دواړه دخپلوکڅوړو څنګ ته ستړي ستومانه کیناستل ، زمرک اوس هم نارامه و ، ملوک ته یی مخ ور واړاو ه : 

ـ دوی هډوکي پاکستان ته وړي؟  

ـ هو، هلته یې وړي … همداده چې اوس دلته دمځکې په سر هډوکي نه پیداکیږي، ټول دوی یو وړل … او تجارت پرې کوي … له بده مرغه چې زما هم ډیرناوخته دغه کار ته ورپام شو … 

د ملوک مشوره داوه چې باید خپلې کڅوړي په یوه ډیران کې واچوي ، او ترې روان شي ، خو زمرک چې  دا کار نه شو کولای ،دکاندار غږ پرې وکړ، چې هډوکی بیرته یوې هدیرې ته یوسئ ، ګناه لري … 

د دکاندارخبره یي سره ومنله ، دواړه د هدیرې پرلور ، هلته چې د زمرک اوملوک پلرونه هم ښخ وو ، روان شول ، دواړو خپلې کڅوړې په یوه زاړ قبر کې کيښودې ، اوترې روان شول ، زمرک لا هم تر شاشا خپلې کڅوړې ته کتل لایي هم په ذهن ته هم هغه یوه لنډه جمله را تله :

  ـ زه  سړی یم ، دا زما ککره ده … 

دواړو وغوښتل چې دخپلو پلرونو قبرو ته ورشي، ځکه ډیره موده کیده چې دوی هلته نه شوای راتلای ، ځکه چې په کابل کې له یوې کوڅي بلې ته تګ شونی نه و، خو دوی نن قسمت  تیار راوستي وو ، زمرک یې مخامخ د پلار دقپر په لور ور روان شو ، لاره ورته نا ولده ښکاریده، قبرونه هم داسې ، ځکه توغندیو مړي هم په قبرو کې آرام نه وو پریښې ، په کوم ځای کې چې د ده دپلار قبر و ، په هغه ځای کې یوه لویه کنده جوړه شوې وه، یوې او بلې خوا  تاو را تاو شو ، هیڅ یې هم ونه موندل …  ملوک په بله لار دهم هغې کندې سر ته راورسید، دواړه یو ه اوبل ته مخامخ ودریدل، دهغه د پلار دقبر پته هم نه وه … 

دواړو یوه او بل ته وژړل،…  یو بل یې تر لاس سره ونیول او د کور پر خو ا د سکڼی ماښام په  زړه کې را وخوځیدل ، له هدیرې ښه راووتل چې د زمرک په فکر کې ورتیره شوه اوملوک ته یې مخ ور واړاوه: 

ـ لکه چې وروستي لارۍ زموږ دپلرونو هډونه هم پاکستان ته وړي وي …

ماښام تیاره و، چې دواړه خپلو کورونو ته وږي تږي خالي لاسونه را ورسیدل ، خو دوی خپلو میندو ته دا ونه ویل چې د دوی د پلرونو هډونه به وروستۍ لارۍ له کابله پاکستان ته وړي وي … ؟؟؟ 

کابل د ۱۳۷۲ کال ـ جدې   

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *