Categories

خبرونه

 	ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

سړي لوى پټکى وهلى و. ږيره يې په نکريزورنګ کړې وه غټ،غټ ګامونه يې اخيستل. وتلې خيټه يې لکه د اوبو مشک، په تګ کې ړپېد ه. له شا يې ښځه پسې روانه وه، خيرن هلك يې ترلاس نيولى و. د ماشوم له ټېكونو مړه خوله راما ته وه، د موټرو…

نور

اعلان ۱

۸

کورونا، د افغانستان د لوړو زده کړو پر مخ خنډونه او ټوکیدلې هیلې

پوهنیار محمد حامد پتمل *

د کورونا ویروس له خپریدو سره په ټوله نړۍ کې پوهنتونونه او د زده کړو مرکزونه و تړل شول او د زده کړو بهیر له حضوري بڼې څخه  مجازي بڼې ته واووښته. د کرونا ویروس له بحران دمخه مجازي زده کړې د مرستندویه زده کړو په څیر تعبیریدلې خو اوس د زده کړو د یوازینۍ لارې په سترګو ورته کتل کیږي. د زده کړو د بهیر دغه ناڅاپي تغیر که یې اوس مشکلات زیږولی د ډیجيټلي زده کړو د پرمختګ لپاره لوی فرصت هم بلل کیدی شي.

پوهنیار محمد حامد پتمل

د نړۍ هغه پوهنتونونه چې تر دې دمخه یې د مجازي زده کړو تجربه درلوده د ویروس خپریدو سره یې سمدلاسه مجازي زده کړې پیل او درسونو کې یې تر ډیره ځنډ نه دی پیښ شوی. خو د دې ترڅنګ په ډیرو پرمختللو هیوادو کې ځینې پوهنتونونه چې د لرې لارې زده کړو تجربه یې نه درلوده له مشکلاتو سره مخ شوي. جاپان یو له هغو هیوادو دی چې د کرونا ویروس خپریدو سره یې تر ډیره د زده کړو بهیر ځنډیدلی محصلین او استادان له مشکلاتو سره مخ شوي، ځکه ډیری دولتی مکتبو او پوهنتونو یې تر اوسه د مجازي زده کړو تجربه نه درلوده. له حضوري درس څخه په ناڅاپی ډول ډیجیټلی یا لری لارې زده کړې ته مخه کول ورته یوڅه ګران تمام شوي.

ځینی راپورونه ښیی چې مونږ ته د نږدې او ګاونډيو هیوادونو زده کوونکي لکه هند، ایران او پاکستان هم د تحصیلی مرکزونو د ډیجیټلی زده کړو بهیر څخه سر ټکوي. دغو یادو هیوادو کې ځینو پوهنتونو و کولای شوه چې آنلاین درسونه محصلینو ته وړاندې کړي، خو ډیری پوهنتونونه یې بیا دې چاره کې پاتې راغلي. دوی یې لاملونه د تحصیلی مرکزونو مجازي زده کړو ته نه تیاری، ځینو سیمو کې کم سرعته او ضعیفه انټرنټ یا هم د ځینو محصلینو د مجازي زده کړو د امکاناتو نه درلودل په ګوته کوي. دوی وایی ځینی محصلین کمپیوټر، موبایل او انټرنټ ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم له څه ځنډ وروسته پوهنتونو ته امر وکړ چې درسونه په مجازي ډول شروع کړي. ډیری پوهنتونو د سکولوجی (schoology)، زوم (ZOOM) او ګوګل کلاس روم (google classroom) څخه په استفادې درسي مواد محصلینو سره شریک کړل. د دې تر څنګ وزارت د لوړو زده کړو د مدیریت لپاره الکټرونیکي سیسټم باندې هم کار پیل کړ او تیره اونۍ یې رسما د لوړو زده کړو ښوونیز مدیریت سیسټم چې HELMS (Higher Education Learning Management System) یې بولي وړاندې کړ. چې د دې سیسټم په مرسته استادان له محصلینو سره خپل لکچرونه د ویډیو، غږ، پاورپاینټ او پي ډي اف په بڼه شریکولی شي.

محصلینو د مجازي زده کړو په وړاندې د HELMS تر جوړیدو دمخه او له هغه وروسته خپله ناخوښي ښودلې او د درسونو له کیفیته یې شکایت کړی، ځینو یې لا د سمسټر د لغوې وړاندیز کړی. د دوی په وینا د ډیرو کمو مضامینو څخه دوی یو څه زده کړي چې ویډیو لکچرونه یې ورسره شریک شوي.

دې لیکنه کې به لومړی د زده کړو د کیفیت په وړاندې د شته خنډونو یادونه وکړو، وروسته به د هغو هیلو او مثبتو پایلو یادونه وکړو چې له دغه بحران نه د ښه فرصت په توګه د استفادې په صورت کې ورته رسیدی شو.

خنډونه

د دې لوی بدلون اصلي رول استادان لوبوي او تر اوسه افغانستان د لرې لارې زده کړې نه آنلاین او نه هم آفلاین تجربه کړي. درسونه تر اوسه په هم هغه پخواني ډول حضوري پر مخ تلل. استادانو سره دې برخه کې د تجربې نشتون، د الکټرونیکي زده کړو سره نابلدي او د امکاناتو نشتون یوې خوا او په ناڅاپي ډول له حضوري تدریس څخه د لرې لارې تدریس ته اووښتل له بلې خوا په دې بحران کې د زده کړو پر مخ مشکلات را ولاړ کړي او د زده کړو بهیر یې ځنډولی. ځکه استادان او محصلین له پخواني درسي سیسټم سره عادت شوي او له نوي درسی سیسټم سره یې د بلدیدو لپاره وخت او امکاناتو ته اړتیا شته. بل دا چې د هر نوي کار کول انسان ته د ویرې احساس ورکوي خو که یې په اصولو او لارو چارو ځان وپوهوه بیا یې ویره ورو ورو له منځه ځي او د امن احساس کوي.

د دې ترڅنګ نور خنډونه هم د زده کړو په مخ پراته دي، تر اوسه د افغانستان ځینې سیمې د انټرنټي شبکو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي، ځینی یې لا تر اوسه برښنا ته لاسرسی نه لري. بیا چې انټرنټ ته لاسرسی لري د هغه سرعت ډیر ټیټ او قیمت یې لوړ وي. د لوړو زده کړو په کچه آنلاین زده کړې د ضعیفه انټرنټ او د نورو امکاناتو نشتون په دلیل ممکنې نه بریښي. خو د آفلاین په بڼه د درسي موادو د پی ډی اف، پاورپاینټ، غږیز او ویډیويي لکچرونو لیږد کولی شي دې بحران کې د زده کړو پر مخ بیولو یوازینی ممکنې لارې وي.

خو هغه مضامین چې عملي کارونه یا لابراتوار لري تر ډیره باید حضوري وي، د داسې مضامینو د عملي کارونو لپاره د لرې لارې زده کړه که آنلاین وي یا آفلاین ځینی وخت ډیر کم موثریت لري او د زده کړو اهدافو ته یې نه رسوي. داسې مضامینو ته له قرنطین وروسته د ډیرې پاملرنې اړتیا شته، تر څو د زده کړو د عملي اړخ متوقعه اهدافو ته ورسیږي.

په مجازي ډول زده کړو کې بل لوی خنډ د محصلینو څارنه، حاضري او په مستمره توګه د محصلینو ارزونه ده. خو دلته ځینی لارې شته چې محصلین تر یوې کچې کنټرول او ارزیابي کړي. پوهنتونونه او د لوړو زده کړو وزارت کولی شي په دې برخه کې د نورو هیوادو له تجربو ګټه پورته کړي.

هیلې

که څه هم د لرې لارې زده کړې د افغانستان په څیر هیواد لپاره له مشکلاتو او قربانیو ډکې دي، خو تر څنګ یې مثبت اړخونه هم لري چې په نظر کې نیول یې د دې چارې مسوولین دې ته هڅوي چې دغو مثبتو پایلو ته د رسیدلو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ او قربانیو ته تیار شي. دلته به ځینې مثبتو اړخو ته اشاره وکړو.

د لرې لارې زده کړې د راتلونکي نسل لپاره پانګه ده، ځکه د نظر ډیری خاوندان په دې آند دي چې د لرې لارې زده کړې به د تحصیلي سیسټم نوی او راتلونکی نسل وي. تر اوسه خو زمونږ په ملي ژبو ډیجیټلی زده کړې په نشت شمیرل کیدې. اوسني بحران د زده کړو ټول مرکزونه دې ته اړ کړي چې ډیجیټلي زده کړو ته مخه کړي. که چیرې دغه بحران ته د فرصت په سترګه و کتل شي، د زده کړو امکانات برابر شي او هر څوک تر خپله وسه کار وکړي نو راتلونکو نسلو ته به مو ډیر څه په میراث پریښي وي. او د زده کړو دغه بهیر به مو په راتلونکي کې د داسې غیر احتمالي بحرانو لپاره یوه شته تجربه وي.

وړاندیزونه

ټوله نړۍ په ځانګړي ډول افغانستان د ۱۳۹۹ تحصیلی کال او له هغه وروسته د کرونا اوږدمهالو ناوړو پایلو ته انديښمن دي. د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چې له قرنطین وروسته به د اتو اونیو تشدیدي درس لړۍ پیل او د سمسټر درسونه به پوره کړي. دلته اوس دا احتمال شته چې دا بحران وغزیږي او قرنطین مات نشي، بیا به ټول سمسټر حذف شي. خو که قرنطین مات شو او د اتو اونیو تشدیدي لړۍ پیل شوه، په هغه صورت کې چې محصلینو له دغه مجازي زده کړو څه نه وي زده کړي لکه څرنګه چې دي، نو بیا به په څه ډول دغه محصلین په اتو اونیو کې د یو سمسټر ټول درسي محتویات زده کړي.

د دې لپاره چې د زده کړو کیفیت لوړ شي تر ټولو ښه به دا وي چې د لوړو زده کړو وزارت دولتي پوهنتونو ته او خصوصي پوهنتونونه خپله د مجازي زده کړو امکانات برابر کړي او بیا دې ښه څارنه او کنټرول وکړي. د مجازي زده کړو امکانات به د دولت او پوهنتونو تر وسې لوړ نه وي. ځکه اوس د مجازي زده کړو وسایل په ډیر کم قیمت په لاس راتلی شي. که چیرې ټولو پوهنتونو ته دغه امکانات نشي برابروی، بیا دې د هر مضمون لپاره په مرکز کې کم له کمه یوه استاد ته امکانات برابر کړي. ځکه اوس د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان په سطح تحصیلي نصابونه د “یو ملت یو تحصیلي نصاب” تر شعار لاندې واحد کړي او غواړي تطبیق یې کړي، نو که چیرې د مرکزي پوهنتونو یو استاد د یو مضمون لپاره لکچرونه جوړوي، او د لوړو زده کړو وزارت یې خپل ویبسایټ څخه خپروي د افغانستان د نورو ولایاتو پوهنتونو اړوند محصلین هم ځیني ګټه پورته کوی شي. په دغه کار سره به دوی د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې یو لوی مثبت بدلون راوستلی وي.

که مسول چارواکي دغه امکانات برابروي یا یې نه برابروي، استادان باید له دې فرصته لوړه ګټه پورته کړي او درسونه تر ممکنه کچې په موثره بڼه محصلینو ته ورسوي. استادان کولی شي په بیلابیلو لارو لکه د لیکلو ډیجیټلي بورډو په وسیله چې کمپیوټر سره وصلیږي، د پاورپاینټ سافټ ویر د سکرین ریکارډر په وسیله، د موبایل د کمرې په وسیله او دې ورته ډیرې لارې شته چې پرې ویډیولکچرونه په ډیره آسانۍ جوړ کړي. له جوړیدو وروسته دې محصلینو ته تر شریکولو دمخه زیپ فولډر ته دننه کړي تر څو یې وزن کم شي، په دې سره ځینې وخت آن د اصلي وزن ۵ سلنو ته را ټیټیږي.

دغه کار که څه هم د استادانو کاري ساعتونه لا ډیروي خو له یوې خوا د محصلینو د سمسټر د ضیاع مخنیوي کولی شی او له بلې خوا به د راتلونکی لپاره لویه علمي پانګه جوړه شوې وي.


* پوهنیار محمد حامد پتمل، د کابل پوهنتون د برق او الکترونیک انجنیرۍ څانګې استاد دی.

1 comment

  1. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    دلوړو زده کړو فرهنګ په دوه کلیمو بریالی او نا بر یالیتوب کې څنګه پیاوړی کېدای شی
    پیاوړی تعلیمی بنسټ او اساسات له تکړه، باتجربه او له ازمو ینی راوتلی استادانو،وسایلو او ابزارو که الکترو نیکی ا ویا غیر الکترونیکی ،ازمیلی تعلیمی نصاب چې د لوړو زده کړو کچه یې په نړیوالو معیارو نو سنبال وی رامنځ ته کیږی . بله دیره مهمه برخه يې کنترول ، مدیریت ، او سیستماتیک
    تعلیمی دسبلین دی چې په علمی کیفیت او کمیت باندې اغیز لری اود تعلیمی نصاب علمی کوربه توب دی چې زده کړې مطمنې کولای شی فلهذا د لوړو زده کړواحصایوی صورت او مخرج په عملی پڼه
    باید دا وښیی چې د پوهې نصاب دیوه موډل په توګه ظرفیت لری او له هرډول ظاهری ،نمایشی ، سیالی او کمزورتیا څخه که په هره پلمه او بهانه وی مصون پاتی کېدای شی ځو په
    افغانستان کې داوږده کړکېچ ، کار اهل کار ته نه سبارل کېدل ،سیاست لوبې ،کړکیچن او بحرانی حالت له واره موږ له دغه مزله اوکاروان
    څخه متقاعد کوی او دغه فرهنګ شاته درومی داځکه چې له بده مرغه لافې او ګزاب موږ سره په هره برخه کې ملګری دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *