Categories

اعلان ۱

Category Archives: لنډې کیسې

سړى څرنگ باباجي شي؟ (لنډه کیسه) محمد اکبر کرګر

 چې ماشوم وم، د كورنۍ له كوم مشر پلار يا نورو سره به كله ناكله د دوعا او زاريو او د هيلو او غوښتنو د پوره كېدو لپاره زيارت ته تللم. زموږ د كلي په خواوشاه كې كوز او بر ډېر زيارتونه موجود وو. مشر ورور خو مې د خپل عايد زياته اندازه د زيارتونو…

نور

وروستۍ لارۍ… (لنډه کیسه) خالق رشید

ډالۍ:  دثور اتمې ته !   نږدې یو کال شو چې دوی د شهید پلار له خالي تنخوا پرته  چې هغه هم په خپل وخت نه ورته رسیږي ،  دالله په دربارکې بله چاره نه لري، نور خپلوان یې هم نشته، چې دوی ته لاس ورکړي، اویا که کومه ورځ په ټپه دریږي، نو بیا به…

نور

وسواس/ اجمل پسرلی

د کابل له سینده راووتم. پورته بیروبار و. هره یوه راته کتل. لاندې له وچ سینده د دې لپاره راختلی وم چې د خوړ په ژۍ چې کوم کسان ګرځیدل هغوی مخ رااړاوه. د سړک په منځ کې پارک ته ورغلم. د ټیټو ناجو ونو ترمنځ پناه غوندې ځای کې کوڅه ډب سپی پروت و:…

نور

بل زندان (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل

   بوټان پښو کوم. دروازه پرانیزم چې ناببره مې په اوږه لاس کیږدې. مخ راواړوم. شاته ولاړه وی. لکه کوچنی ماشین چې له پرانیستې دروازې په خاپوړو وزياو یا  لکه بندی چې له زندانه په تیښته له کوم پټ سوری وځي له لاسه مې راونیسې او په زوز مې له پرانیستې دروازې د ځان په…

نور

وزر لرونکی بوډا | لیکوال: گبرېل گارسیا مارکیز

سبک: جادويي ریالېزم ژباړه: حبیب الله میرخېل د باران په درېیمه ورځ یې دومره چونگښې وژلي وې چې «پلایو» مجبور و په لانده انگړ کې د لارې ایستلو لپاره، ټولې سیند ته واچوي؛ ځکه چې ماشوم یې ټوله شپه تبه لرله او دوی فکر کاوه علت یې د مړو شویو څونگښو بد بوی دی. نړۍ…

نور

خواخوږي/اجمل پسرلی

احمد یې په اولشنسکا کې د مسیحیانو په هدیره کې خاورو ته سپارلی دی. زه او دی له افغانستانه په یوه وخت پراګ ته راغلي وو، پوهنتون مو سره یوځای ولوست. په دې هدیره کې زړې ونې توربخونې ښکارې. د ګورو ونو سیوري یې هم تیاره غوندې دي. شاوخوا د مسیحیانو د کتار قبرونو د…

نور

هیله (لنډه کيسه) ليکواله: مدينه نوري

 پري د ملا د آذان نه د مخه پاڅېدلې او له اوداسه وروسته لا تر اوسه په جای نماز ناسته وه. دعا یې وکړه او له کړکۍ يې بهر وکتل، اوس نو روڼ سهار و. شنه آسمان د بامیان ولایت د امیر بند وریاد کړ چې تېر اوړی هلته تللې وه او ماسپښين مهال د…

نور

له ځمکې وښویېدو (لنډه کیسه) اکبر کرګر

پرون څه بل شان پېښه وشوه. په گاډي كې سپور وم، لږ څه راباندې ناوخته و. د خپل معياري سرعت نه لږ زيات په سرعت تللم. په هغه كږلېچ كې چې د ماهيپر د تنگي گولايي ته ورته و، مخامخ بل گاډى راغي. پوه نه شوم، خو يوازې په يو درز پوه شوم. احسا س…

نور

۸