Categories

اعلان ۱

Category Archives: خاطرې

خاطره| عبیدالله سهاک

د پنجشنبې ورځ وه، باید کور ته تللی وی، په همدې موخه له دفتره لږ څه وختي را ووتم، د موټرو تمځای ته نیږدې شوم؛ خدای تعالی دې وکړي چې ریا کاره او بد ښکاره نه شم لس افغانۍ مې یوې غریبې ګدایګرې مور ته ورکړې، ملګري له لرې په خندا کې وویل: وېښتان دې…

نور

یوڅلوېښت کلن شوم، خو…| عبدالجمیل ممتاز

کله چې ژړا راشي، نو د لیونتوب له توره وډار شم او بیرته یې په زړه کې ژوندۍ دفن کړم، وایم څوک د لیوني ټاپه راباندې و نه لګوي، ګنې د تېرو ۴۱ کالو هر ساعت داسې راباندې تېر شوی چې باید هر ساعت مې ژړلي وای، اسمان ته مې خوله نیولې وای او ټول…

نور

دوې اونۍ له قرنطین وروسته/ اجمل پسرلی

د پراګ د دایفیسکا د لوی چوک دوکانونه بند دي. په یوه کونج کې یې هغه درملتون خلاص دی چې د کورونا تر خپریدو مخکې هم څلرویشت ساعته پرانستی و. دې درملتون ته نور کله د چا ډير نه ورپام کیدل ځکه چې کړکۍ یې وړه ده، لوحه یې هم کوچینۍ، خو نن یو اوږد…

نور

د شنې ټوخلې تیږه | همایون بهادري

پر کلي مو یوه ناروغي راغله چې له مشره تر کشره ټول ټوخي ونیولو. هغه وخت د دلوې وروستۍ شپې وې. زموږ سیمه سړه هوا لري، سړه یې څه کوې چې په وردګو کې د ششګاوه د سیمې یخ په نامه دی. زموږ کلی هم ششګاو ته نیږدې دی. خدای خبر چې ټوخي ته به…

نور

په لومړي ځل ارګ ته ننوتم

عبدالجميل ممتاز د ۲۰۲۰زکال د فبروري په ۳مه په لومړي ځل ارګ ته ننوتم. ولسمشر د ملي بنډار/ګفتمان په نوم د یوې پروسې له لارې د کابل خلکو سره له نزدې ګوري او له سانسور پرته د هغوی ستونزې او شکایتونه اوري.  د پغمان ولسوالي نوبت تېر شوی و او په هغه نوبت کې د…

نور

د داستایوفسکي یوه خاطره| ژباړه: صفیه وردک

د ۱۸۶۵م کال پسرلی څو کاله کېږي چې له زندانه خلاص شوی یم. له فلسفې سره مې مینه پیدا شوې. د اپلاتون، کانټ او هېګل کتابونه مې په ډېره مینه څو څو ځله ولوستل.هغه لاره يې راته پرانیستې چې د روسیې د اریستوکراسۍ نړۍ ته ورننوځم. هغه لس سلنه خلکو چې ویل کولای شي لیک…

نور

جګړه| حیات الله ستانکزی

  نن مې په بګرام زندان کې د کورنۍ له یو غړي او ملګري سره د سره صلیب په مرسته د تیلفوني خبرو اترو ورځ وه، د سهار ۷ بجې او څو دقیقې وې چې د کابل ښار د شهر نو په سیمه کې مې ځان د سره صلیب دفتر ته ورساوو ، لمر تازه…

نور

د بون د پوهنتون روغتون د زړه او رګونو څانګه  

    ډاکتر ماخان میږی شینواری      ۲۶ جولاى ۱۹۹۸ جرمني بون ميرمن مى د زړه عمليات كړي او زه ورته په كوټه كى ناست يم. د اكسيجن د بوتل شرار دی او ميرمن مى د خبرو نه ده. ښاپيرۍ (زما د ميرمن نوم دۍ) غوښتل چى ویده شي نو ما ورته د كاغذ…

نور

۸