Categories

اعلان ۱

Category Archives: سیمه – نړۍ

افغانستان؛ سپک خلک، درانه القاب/ عبدالوافي نایـبزی 

ډېر پسې سر مه خوږوئ دلته د القابو او نومونو سره تل ظلم شوی‌دي، له ډېرې کمې استثنايي پرته نه زموږ جنرال والاکه د جنرال غوندې وي، نه مو د پوهنتون استاد، استاد دی، نه مو محصل والاکه د محصل په‌څېر خواريکښ وي، نو مو عسکر والاکه د عسکر په‌څېر اخلاق ولري، نه مو دفتردار…

نور

په هند کې کورونايي جهاد؟واقعيت که مذهبي توطيئه!؟

څيړندوی عبدالصبور مبارز* محبوب علي د دهلي ښار شمال ختيځې سيمې، هري والي اوسيدونکی دی. نوموړی په دغه سيمه کې د هندوانو  يوې افراطي مذهبې ډلې په لښتو او بوټانو دومره وواهه چې له غوږونو او پوزې يې وينې وبهيدې. علي تازه د تبليغي اجتماع څخه کور ته راستون شوی وو. د دغې سيمې د…

نور

د بریتانیا خلکو ته د لومړي وزیر بوریس جانسن لیک

محمد خالد موسی زی (په لندن کې افغان محصل) زه تاسې ته دا لیک استوم چې له هغو اقداماتو مو خبر کړم چې موږ یې له کورونا واېرس سره د مبارزې لپاره کوو. په تېرو څو اونیو کې په دې هېواد کې د خلکو په ورځني ژوند کې ډراماتیک بدلون راغلی. موږ به نه یوازې…

نور

څنګه له کورونا وایرس سره مبارزه وکړو؟

لیکوال: د مایکروسافټ کمپنۍ مشر، بیل ګېټس ژباړه: رحمت شاه (فراز) په  هر ډول کړکچېچ کې، رهبرانو ته دوه اساسي مسؤلیتونه ور له غاړې وي: د ناڅاپي ستونزو هوارول او د بیا پېښېدو مخه یې نیول. د کرونا وایرس (COVID-19) ساري ناروغۍ په اوس وخت کې ترټولو اساسي ستونزه ده. نړۍ ته پکار دي چې…

نور

کرونا وایرس که د بیولوژیکي جګړې وسله؟ 

حشمت الله عتید   بیولوژیکي جګړه چې د جراثیمو جګړه یې هم بولي د حیواناتو د ښکار له هغې طریقې څخه سرچینه اخلي کومه کې به یې چې غشي په زهرو ککړول ترڅو حیوانات پرې ښکار او مسموم کړي. په شروع کې د بیالوژیکي جګړو وسله ډیره ساده وه، د بیلګې په ډول دښمن ته زهرجن…

نور

د ډاکتر مهاتر محمد سیاسي هلوځلو ته کتنه

 ډاکتر مهاتیر محمد  له ۱۹۸۲څخهتر ۲۰۲۰ د مالیزیا په سیاسي ډګر کې فعال رول ولوباوه لیکنه: نبی حبیبی – مالیزیا د مالیزیا صدراعظم ډاکتر مهاتیر محمد خپل پاچا ته د چوکۍ څخه استعفا وړاندې کړه. مهاتیرمحمد په ۱۹۸۲ کې د خپل نفوذلرونکي ګوند (UMNO) مشر او بیا صدر اعظم شو. د ډاکتر مهاتیر ځوان شاګرد انور…

نور

د سولې په اړه دری ليدلوري او را روان حالات | علي محمدزی

د سولې خبرې تودې دي، ستړي او جنګځپلي هېوادوال ورته په تنده په تمه دي او شېبې شماري. خو د سولې په اړه دا څلور مطلقې او باوري خبرې له شکه لرې دي: ۱ـ امریکایان نه وځي. یوازې خپل حضور د هغې اړتیا له مخې بدلوي، د کوم هدف لپاره چې دوی افغانستان ته راغلي…

نور

د غدر ټاپه| محمد سمیع صادق

د پاکستان له جوړېدو سره جوخت یو مهر هم منځ ته راغی پر کوم چې د «غدار» کلیمه کيندل سوې ده. دا ټاپه د پاکستان د خواصو او عوامو له خوا پر ټولو هغو سیاستوالو، روشنفکرانو او فعالانو لګول کیږي چې د حق غوښتنې دعوې خو لا لیري پرېږدئ که یې برملا یا په پټه…

نور

۸