Categories

اعلان ۱

Monthly Archives: April 2020

امریکايي کومانډو د یوه برمته امریکايي د خلاصون لپاره عملیات کړي

تاند (پنجشنبه، د ثور۱۱) اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، امریکايي کومانډو ځواکونو پر هغو طالبانو برید کړی چې یو امریکايي قراردادي یې یرغمل کړی دی. اژانس د امریکايي چارواکو په قول وايي چې په دې برید کې د طالبانو د حقاني شبکې یو شمېر مشکوک غړي، چې د امریکايي قراردادي په تښتولو کې یې لاس…

نور

د پیسو نړیوال افغانستان ته ۲۲۰ میلیونه ډالر تائید کړل

د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي پلاوي د غویي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د چټکو اعتباري اسانتیاو لاندې د افغانستان د ۲۲۰ میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو غوښتنه تائید کړه. د پیسو نړیوال صندوق یاده مرسته په اختیاري ډول د بیړنیو مرستو تر عنوان لاندې د افغانستان حکومت په واک کې ورکوي او افغانستان کولی شي لومړیتوبونو ته په کتو…

نور

کویډ-۱۹ نارغی وبا به په افغانستان کی د پولیو له منځه وړنه هم ځنډنۍ کړی

ډاکټر وریښمین سباوون، ایم ډی، پی ایچ ډی ایپیدیمیولوجست، د افغانستان د پولیو د له منځه وړنی نوښت د کویډ-۱۹ ناروغی په دولتی او ټولنیزو چارو، ژوند، تجارت، نړیوالی او سیمه ایزو برنامو او پروګرامونو باندی بده اغیزه کړی ده او د هغو موخی یی ننګولی دی. د پولیو د وحشی ناروغی ټغر په ټوله…

نور

اناکارنينا بې‌خونده دی او که پښتو ژباړه يې؟ | ليکوال: ضمير څار

پښتو، چې لا هم يې د ادبياتو پنځوونکي اکثراً اماتور دي، د نورو ژبو د ادبي اثارو په ځانګړي ډول شهکارونو ژباړې ته اشد ضرورت لري. يو پلو به زمونږ ليکوالان د يوې ادبي پنځونې له ماهیت او اړوندو ظرافتونو سره اشنا شي. بل پلو به زمونږ کره‌کتونکو ته د کره‌کتنې او ارزونې مقیاسونه برابر…

نور

انتقادي مطالعه | فیصل جلال

کریټیکل ريډينګ (Critical Reading) د مطالعې له روشونو یو روش دی. د مطالعې دغه روش راته وایي، چې کله یو څه مطالعه کوو؛ نو په خلاص ذهنیت یې باید مطالعه کړو او د انتقاد عینکې مو باید په سترګو وي. انتقاد مو، چې یاد کړ، موخه مو سالم انتقاد دی، یعنې داسې انتقاد، چې د…

نور

د کورونا نړیوال نظم| امیر ګران

لومړۍ برخه   دا دي زموږ د سترګو وړاندي د نوي نړيوال نظم New World Order چي د ۱۹۸۰ ميلادي لسيزي په پاي کي هغه مهال چي پخواني شوروي اتحاد د زبرځواک (سوپرپاور) له درجي څخه وغورځيد او د امريکا متحده ايالات د نړۍ د يواځني سوپرپاور په حيث د نوي نړيوال نظم پلان معرفي کړ،…

نور

جواد ظریف له اتمر، قریشي او مرادوف سره افغانستان کې په اوربند غږېدلی

تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: وروسته له هغې چې چهارشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوربند په اړه د ولسمشر غني د خبرو جزیات په ډاګه کړل، نن د ایران دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی چې ښاغلي جواد ظریف نن پنجشنبه بیا له افغانستان سره په دې اړه اړیکه…

نور

مشرانو جرګې فېروزالدین فېروز او وحید عمر لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل

مشرانو جرګې فېروزالدین فېروز او وحید عمر لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د مشرانو جرګې نن د عامې روغتیا وزیر او د کورونا پر ضد د اطلاعاتو د دولتي کمېټې پخوانی مشر وحید عمر د راڼه حساب نه ورکولو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړل. مشرانو جرګې ویلي، د عامې…

نور

۸