Categories

اعلان ۱

Daily Archives: May 8, 2020

پاکستان د طالبانو د مشر ملا منصور ملکیتونه ضبط کړل

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د پاکستان حکومت په کراچۍ ښار کې د پخواني طالب مشر ملا اختر محمدمنصور ټول ملکیتونه ضبط کړل او میلیونونو روپیو په ارزښت د شپږو ملکیتونو د لیلام پریکړه یې وکړه.  د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ادارې څه موده وړاندې په کراچۍ کې د ملا اختر محمد منصور د ملکیتونو…

نور

ګوګل: په نړۍ کې غوره مالکان یا رئیسان دا 10 کارونه کوي

بابر سمون یو شرکت تل کوښښ کوي چې غوره کسان استخدام، مرکه او په دنده وګماري. مګر که که چیرې مالک یا رئیس یې تریخ یا پڅ ژبې وي نو هر شخص دغه فرصت د لاسه ورکوي او هغه ځای کې د کار کولو اراده بدلوي. له بل پلوه که چیرې تاسو ښه مدیران او…

نور

طالبانو د حکومت ۴۸ نور زندانیان خوشې کړل

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین خبر ورکړی چې نن جمعه د دغې ډلې لخوا د افغان دولت۴۸ نور زندانیان هم خوشې شول. سهیل شاهین ویلي، دغه زندانیان نن او پرون د دوی له شکنجه خونو څخه خوشې شوي دي. د شاهین په خبره دا زندانیان په هرات…

نور

راپور: ترهګر ډلو د روژې لسو ورځو کې له سلو زیاتو ملکي افغانانو ته مرګژوبله اړولې

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، وسله والو ډلو د روژې په لومړیو ۱۰ ورځو کې د ثور له ۵مې تر ۱۶مې پورې ۴۳ ملکیان وژلي او ۷۳ یې ژوبل کړي دي.  دغه کمېسیون ویلي، په وژل شویو ملکیانو کې ښځې او ماشومان زیات دي او دا ښيي چې د…

نور

د بې پولې خبریالانو سازمان: د خبریالانو په قتل کې د ښکېلو طالبانو خوشې کېدل نه منو

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د بې پولې خبریالانو نړیواله ټولنه وايي، د افغان حکومت لخوا  خوشې کېدونکو طالبانو په لیست کې باید هغه کسان خوشې نشی چې په خبریالانو د تاوتریخوالي او بریدونو یا د هغوی د وژنې عاملین دي.  دغه سازمان په یوه اعلامیه کې نن جمعه ویلي، چې راپورونه يې ښيي افغان…

نور

د ځوانانو ناڅرګند برخلیک | نصیب جان یوسفي

ځوانان د هېواد کاري قشر یا ډله ګڼل کېږي او د ټولنې د تغیروونکې انرژۍ په حیث پېژندل کېږي، نو په ټوله کې ویلای شو چې، لوستي ځوانان د هېواد او ټولنې د هرې بنسټیزې برخې پوخ بنسټ ګڼل کیږي. ځوانان دي، چې هېواد، خاورې او ولس ته د خدمت کولو سترګې ور اوړي او…

نور

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۴۷۲ او ناروغان یې ۳۷۷۸ تنه شول

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د ۷۱۴ مشکوکو پېښو له څېړلو وروسته د کورونا ۲۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۸ ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د ویاند وحید الله مایار…

نور

نړیوال بانک افغانستان ته ۴۰۰ میلیونه ډالر بې قیده او بې شرطه مرسته ورکوي

تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: نړیوال بانک افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره د ۴۰۰ میلیونه بې قیده او بې شرطه مرستې سند تصویب کړ. تر دې وړاندې نړیوال بانک افغانستان ته د ۱۰۴ میلیونه ډالره مرستې ورکولو اعلان کړی و ، خو اوس نړیوال بانک ویلي، تازه منظورې شوې پيسې به افغانستان…

نور

۸