Categories

اعلان ۱

Daily Archives: May 10, 2020

افغانستان؛ سپک خلک، درانه القاب/ عبدالوافي نایـبزی 

ډېر پسې سر مه خوږوئ دلته د القابو او نومونو سره تل ظلم شوی‌دي، له ډېرې کمې استثنايي پرته نه زموږ جنرال والاکه د جنرال غوندې وي، نه مو د پوهنتون استاد، استاد دی، نه مو محصل والاکه د محصل په‌څېر خواريکښ وي، نو مو عسکر والاکه د عسکر په‌څېر اخلاق ولري، نه مو دفتردار…

نور

افغان رهبرانې: ایران دې د افغان وژنې بخښنه وغواړي او پېښه دې وپلټنې

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د افغانستان ښځینه رهبرانو او د بشري حقونو مدافعانو د ایران له مذهبي مشر او ولسمشر څخه په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د دوی په خاوره کې د افغان کارګرو د بېرحمانه وژنې په اړه دې بخښنه وغواړي او د پېښې په اړه جدي پلټنې دې پیل کړي.…

نور

د عامې روغتیا وزارت: د قرنطین ختمول به بشري ناورین رامنځته کړي

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: په ننګرهار او مزار شریف ښارونو کې د قرنطین د ختمېدو له پرېکړو وروسته د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې دا کار به په هیواد کې انساني ناورین رامنځته کړي.  د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح نن یکشنبه په دې اړه یو خبري کنفرانس کې وویل، په یو شمېر…

نور

د فراه د مرستیال والي، جنرال پلار طالبانو سره یو ځای شو

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د فراه د مرستیال والي مسعود بختاور پلار تورنجنرال عبدالجلیل بختاور چې د حامد کرزي په وخت کې د دغه ولایت امنیه قومندان هم پاتې شوی و، تازه له طالبانو سره یو ځای شوی دی. د بختاور کورنۍ ته نږدې سرچینې تاند ته وايي، عبدالجلیل بختاور خپل پلویان او یوه…

نور

پاکستانۍ سیاستواله: امریکا افغانستان کې ماتې خوړلې، هند دې دا تجربه نه تکراروي

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د پاکستان د ملي شورا پخوانۍ غړې ویلي، امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او هند هم باید په افغانستان کې د امریکا تېروتنه  تکرار نه کړي. د پاکستان د ملي شورا پخوانۍ غړې فرحناز اصفهاني دا خبره وروسته له هغې کړې چې خلیلزاد وویل، هند باید له طالبانو سره…

نور

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۵۵۸ او ناروغان یې ۴۴۰۲ تنه شول

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ټول هېواد په کچه ۹۹۵ مشکوک سمپلونه معاینه کړي دي چې له جملې یې د کورونا ۳۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوېدي. د وزارت په وینا، په دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې ۴۴۰۲ ته…

نور

اروپايي ټولنه: غني او عبدالله سیاسي هوکړې ته سره نږدې شوي دي

 تاند، یکشنبه،  د ثور ۲۱مه: افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون وايي، ولسمشر غني او عبدالله په خپل منځ کې یو سیاسي توافق ته نږدې شوي دي. نوموړي ویلي، په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د افغان مشرانو تر منځ یو سیاسي توافق مهمه اړتیا ده. تر دې وړاندې اروپايي ټولنې ښاغلي…

نور

وسله والو د کابل د یو جومات په محراب کې یو ملا امام وژلی

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: ناۤپېژانده وسله والو تېره شپه په کابل کې یو ملا امام د تراویح لمونځ د اداینې پر مهال په محراب کې وژلی دی. قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی. نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع…

نور

۸