Categories

اعلان ۱

اروپايي ټولنه: غني او عبدالله سیاسي هوکړې ته سره نږدې شوي دي

 تاند، یکشنبه،  د ثور ۲۱مه: افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون وايي، ولسمشر غني او عبدالله په خپل منځ کې یو سیاسي توافق ته نږدې شوي دي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې د افغان مشرانو تر منځ یو سیاسي توافق مهمه اړتیا ده.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې ښاغلي عبدالله ته خبرداری ورکړی و چې له سیاسي لانجو لاس واخلي او یو توافق ته ورسېږي چې اوس د اروپايي ټولنې د سفیر ښاغلي مایدون په خبره دواړه مشران یوې مثبتې نتیجې ته رسېدلي دي.

ښاغلی پیري مایدون وايي: (( موږ اورېدلي دي چې د دواړو لوریو خبرې مثبتې خواته نږدې شوې دي، په دې پایله کې به مالکیت له افغانانو سره وي، نړیوال په کې هیڅ ښکیل نه دي، خو زموږ ټینګار د دغې هوکړې پر وخت او ژر تر ژره کېدو باندې دی.))

نوموړی وايي، دوی په دې باور دي چې د دغې لانجې د اوږدېدو لپاره نور وخت نشته، ځکه په وینا یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ هم له عبدالله سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی خو هغه ټولې اوازې یې رد کړې دي چې وايي، حکومت به د عبدالله او غني تر منځ نیم وي او عبدالله ته به ډير صلاحیتونه ورکړل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې ټینګار کوي چې بل د ملي یووالي حکومت به په افغانستان کې نه راځي نه به داسې معامله کېږي چې د خلکو رایې ته سپکاوی وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸