Categories
مقالې

خبرونه

د روڼتیا سازمان: غني او عبدالله دې د قضايي او عدلي څوکیو له وېش څخه ډډه وکړي

د روڼتیا سازمان: غني او عبدالله دې د قضايي او عدلي څوکیو له وېش څخه ډډه وکړي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: د افغانستان پر روڼتیا د څار سازمان وايي، د ارګ او سپېدار په سیاسي هوکړه کې د عدلي، قضايي، نظارتي او انتظامي بنسټونو او وزارتونو د وېش په اړه اندېښنه لري.  دغه سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي ځینې غیر سیاسي بنسټونه هم د دغې سیاسي هوکړې په…

اعلان ۱

۸

Category Archives: لنډې کیسې

بادونه او یادونه | هوسۍ وفا فرحان

شمال ورو، ورو لګېده او د شاوخوا ونو پر پاڼو یې لاس را تېراوه او ژوند د رباب او سه تار او شپېلۍ په نغمه نوې سا اخسته. خو کله بیا قهرجن کېده کړکۍ یې خلاصې او پورې کولې. دې سره باد څپه، څپه په کورونو وردننه کېده.  دې کې باد یوې داسې کوټې ته،…

نور

مئینان (لنډه کیسه) نازو پسرلی

مېرمن انا ماریه له عمره د پنځه اویا کالو ده، خو زړه او روحیه یې لکه د یوې پنځوس کلنې میرمنې چې تل هیندارې ته ګوري او خپل سپین ویښتان شمیري. نرۍ شونډې یې په سره رنګه لبسرین تل سرې وي او د سترګو شاته یې یوه نرۍ کرښه د سینګار په قلم زرغونه کړې وي. یو وخت مې ورته ویلي و:…

نور

قرنطین/ اجمل پسرلی

وروسته له څوارلس ورځو له کوره ووتم. هرڅه بل رنګ ښکارې، لکه لمر چې ګرځیدلی وي، لکه ونې چې دنګې شوې وي. د بس په تمځي کې د څکولي سګریټو یوه لپه بیخونه پراته دي لکه په لوی لاس چې دې شیندلي وي. د سګریټو یو چیت ډبي هم پروت دی. شکیدلي پلاستیکي کڅوړې د…

نور

قفس | لیکواله: صفیه وردک

د کنري په ژېړبخونو بڼکو يې ورو ورو لاس تېر کړ، د قفس خوله يې پسې بنده کړه. –   د دغې له لاسه مې خوب نه شته. پاڅېد قفس يې په تاخچه کې کېښود.د کړکۍ پرده يې کش کړه. –    له مرغه الوت اخلې. له سېګرېټه يې لنډ کش وکړ، دود يې تر پزو راووت.سوي…

نور

یاره، کشمیر ته ځونه! | خالق رشید

د کورونا د شپولنډه کیسه ،   ډیرووړ وم چې په خپل شلیدلي رنګ وبنګ کلي کې به مې د مننې ترور، سندرې اوریدې، نه یوازې به مې اوریدې، ان چې یادولي مې هم، ځکه چې دا زموږ په ټول کلي کې په سندرو ویلو دومره مشهوره شوې وه، چې هرچا به یې دسندرو د غږ…

نور

پراګ/ اجمل پسرلی

لکه په تیاره کوټه کې چې په اوله کې څه نه ښکارې بیا په رپ کې سترګې روږدې شي ډیر شیان سهي کړې. نن سهار دا ښار ته وا په تورتم کې و، همداسې راته نابلده ایسیده، اوس بیرته هغه پخوانی ښار دی. همهغه پراګ دی، همهغه یې ودانۍ دي، همهغه یې خلک دي، غلي…

نور

پردی/ اجمل پسرلی

یوه بجه مې څراغ ولګاوه. وچ ټوخي پسې اخیستی وم. خوب مې په سر شوی و. اوبه مې وایشولې. چای مې دم کړ. پیاله مې راته ډکه کړه : « دا یې هم د مهاجرت ژوند» د تاوده چای غټ غوړپ مې وکړ. ستونی مې لږ پوست غوندې شو. څراغ مې مړ کړ. له کړکۍ…

نور

کړکۍ | صفیه وردک 

چې وړه وم فکر مې کاوه انسانان چې څومره لوړ اوسي، هماغومره به په مانا کې هم لوړ وي.زما کوټه په څلورم منزل کې ده ،کړکۍ ته يې دوه غرونه داسې ایښي لکه کیږدۍ چې دې درولې وي.د ورځې دا غرونه راته یوازې ډبرې ښکاري. فکر کوم ښايي دا سترې ډبرې يې تر څټ کوم…

نور