Categories

خبرونه

 	ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

سړي لوى پټکى وهلى و. ږيره يې په نکريزورنګ کړې وه غټ،غټ ګامونه يې اخيستل. وتلې خيټه يې لکه د اوبو مشک، په تګ کې ړپېد ه. له شا يې ښځه پسې روانه وه، خيرن هلك يې ترلاس نيولى و. د ماشوم له ټېكونو مړه خوله راما ته وه، د موټرو…

نور

اعلان ۱

۸

Category Archives: سیمه او نړۍ

د چمن او سپين بولدک ترمنځ پوله پرانيستل کېږي

د غويي، ثور  ۲۰  مه  ۱۳۹۹ رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد –  د بلوچستان دولتي چارواکو ويلي، چې نن (شنبه) به د چمن او سپين بولدک ترمنځ  پوله  به  د ايسار افغانانو پرمخ  پرانيستل کېږي، او هغه  افغانان چې پر پوله  را اووښتي د سهار له  اتو بجو بيا د ماښام تر پنځو بجو پوري کولای شي پر پوله  بېرته  خپل هيواد ته  ولاړ شي. د غبرګو ګاونډیو…

نور

بلوچستان: په چاودنه کې ۶ امنيتي سرتېري وژل شوي

د غويي، ثور  ۲۰  مه  ۱۳۹۹ رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد – د پاکستان او ايران پولې ته څېرمه د بلوچستان په ناامنه کېچ سيمه کې د چاودنې په نتیجه کې د امنيتي ځواکونو د يو افسر په شمول شپږ سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ  د عامه اړيکو دفتر ای ايس پي ار د شنبې په شپه ناوخته  په  خپره…

نور

د پنجاب ګورنر د افغانستان استخبارات د عارف وزیر پر وژلو تورن کړل

تاند (شنبه، د ثور۱۳) د پاکستان د پنجاب صوبې ګورنر تمیم سرور ادعا وکړه چې د پښتون ژغورنې فعال غړی عارف وزیر د افغانستان د استخباراتي ادارې له لوري وژل شوی دی. وروسته له دې چې پرون (جمعه) ماښام عارف وزیر د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې ووژل شو، د پنجاب ګورنر نن په…

نور

د کورونا د دوام په صورت کې به افغانستان له ستر ناورین سره مخ شي

د برتانیا په کامبریج پوهنتون کې د دوکتورا افغان محصله رابعه نسیمي وايي؛ که په افغانستان کې د کورونا ویروس د ناروغانو د شمېرو زیاتیدل همداسې دوام ومومي، نو افغانستان هومره ظرفیت نلري چې بحران دې مدیریت کړی شي او د لویدیځو یا ان ګاونډیو هېوادونو لکه (ایران، پاکستان او هند) په شان دې د…

نور

د روغتیا نړیواله اداره: دا لا نه ده ثابته چې په کورونا بیا ځلي څوک نه اخته کېږي

تاند(سې شنبه، د حمل ۲۶) د روغتیا نړیواله (WHO) اداره وايي، د ټولو هغو کسانو، چې کورونا یې تېره کړې، د بدن دفاعي سیستم یا انټي باډي داسې پیاوړې شوې نه ده چې بیا ځلي په دې ناروغۍ اخته نه شي. د روغتیا نړیوالې ادارې دا خبره پرون (دوشنبه) وکړه او ورسره دا اندېښنه زیاته…

نور

سعودي د کورونا وایرسو په خاطر سږ کال د عمرې او حج مراسم لغوه کوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۲۴) د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د عمرې مراسم یې لغوه کړي او ښايي راتلونکی دوبی د حج مراسم هم لغوه کړي. سعودي عربستان د کورونا وایرسو د خپرېدو د خطر په خاطر په مکه او مدینه کې ۲۴ ساعته بندیز لګولی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي…

نور

تازه پېښې؛ په افغانستان او نړۍ کې د کورونا وایرس په خبرېدو دي

تاند(یکشنبه، د حمل۱۸) په افغانستان کې په کورونا وایرسو (کوویډ۱۹) د اخته کسانو رسمي شمېر تر پرون ناوخته پورې درې نیم سوو ته ورسېد. بیا هم اکثره نوې پېښې په هرات کې ثبت شوې چې له ایران سره ګاونډی دی او په دې ناورغۍ اخته کسان هم له ایران څخه ورته راځي. د هرات په…

نور

د چمن – سپين بولدک لارې د پرانيستلو پرېکړه وځنډول شوه

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد د وري، حمل ۱۶  مه د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک لارې د پرانيستلو پرېکړه نن د شنبه بېرته ځنډولې ده، خو د پرېکړې د ځنډولو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي. پرون د چمن – سپين بولدک…

نور