Categories

خبرونه

 	ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

ښار(لنډه کیسه) اسدالله نيازى

سړي لوى پټکى وهلى و. ږيره يې په نکريزورنګ کړې وه غټ،غټ ګامونه يې اخيستل. وتلې خيټه يې لکه د اوبو مشک، په تګ کې ړپېد ه. له شا يې ښځه پسې روانه وه، خيرن هلك يې ترلاس نيولى و. د ماشوم له ټېكونو مړه خوله راما ته وه، د موټرو…

نور

اعلان ۱

۸

Category Archives: قانع

د تاریخ مسخره/ عصمت قانع

پر کابل د سړو او سایبریایي څپو یو نوی پړاو را برابر شوی و. د ژمي یخه څيله شروع شوې وه او د اسمان پر شنه ګنبزه د تورو ورېځو پيڅولونه پراته وو. د کابل په سیند کې اوبه یخ وهلې وې او د کابل پر لمن د هستوګن انسان په رګونو کې وینې کنګل…

نور

متولیان / لیکوال: عصمت قانع

زموږ د کلي د جومات لویه چوتره چې په عامه ژبه به یې ورته دنګاچه ویله هر مازیګر د ستړو ستومانو بزګرانو د بنډار او دمې ځای وو. د دنګاچې مخامخ زموږ د کلي د کاریز سرچینه پرته وه، چې شنې او شفافې اوبه ترې را خوټکېدلې. له همدغې سرچینې څخه پونده ګانو ژۍ ((مشکونه))…

نور

نور همه واړه د تورو کاڼو غر شي/ عصمت قانع

مرحوم ستانور صاحب چکنوري د شهید محمد موسی شفیق له خولې خبره کوله چې د هلمند د اوبو د لانجمنې موضوع په هکله یې ویل: باید یو څوک پیدا شي چې له ایران سره د هلمند د اوبو کشاله د افغاني مفاداتو له زاویې حل کړي. موږ د ګاونډیو د بد اعتماد، بد باور او…

نور

د کنډرونو د کلا درواغ/ عصمت قانع

کنډواله کلا خو اوس اباده وه، اما د کنډوالې نوم پرې پوخ شوی وو. په ټوله سیمه کې کنډواله کلا په یوه متل بدله شوې وه، چې چا به لږ څه مبالغه وکړه، نو د عکس العمل په توګه به پسې ویل کېدلو چې پلانی سړی د کنډوالې کلا درواغ وایي. ما خو د کنډوالې…

نور

تاوان/ عصمت قانع

په جومات کې اقامت وویل شو، سپین ږیري په مخ کې صف کې ودرېدل، سپینې، برګې، سرې شناوۍ یعنې مۍ اووریجې ږیرې والا کلیوال ټول د مخ په صف کې ودرېدل. له شا څخه کشران وو چې عمرونه یې تر دېرشو او څلویښتو کالو پورې رسېدل، د جومات په بل صف کې ودرېدل. کشران او…

نور

د استقلالیت پر محور/ عصمت قانع

زوی یې لوی کړې دا خارجیان د ګوره زامن بې درېغه هوښیاري لري، دومره چالاک دي، چې د سړي ذهن لولي. کله چې افغانستان ته راغلل، نو د بیان د ازادۍ په نامه یې ډېر خلک سره را پورته کړل. هر چا بابولالو ته خوله جوړه کړه، چا به مصرۍ پورې تړلې او چا به…

نور

د استنجا او حلوا قلمداد/ عصمت قانع

د شر او فساد اصطلاح د طالبانو په وخت کې اختراع شوه. هسې هم زموږ هېواد د ساینسي اختراعاتو ټاټوبی نه دی، د مرګونو، تاړاکونو، قتلونو، انسان وړونکو توپانونو او مدنیت ځپونکو سیلاوونو ټاټوبی دی او دلته هغه اصطلاحات اختراع کېږي، چې د پرمختګ پر ځای د وروسته پاتې والي مفاهیم وړاندې کوي. تر دې…

نور

سقوط/ عصمت قانع

وو، نه وو یو پاچا وو. پاچا خو خدای پاک دی، چې پاچاهي یې زوال نه لري او زور یې سیال نه لري. د پاچا پاچاهي په ښار کې وه. رعیت ته یې خدمت نه کاوه، د رعیت په غوښو یې چړچې کولې. یوه ورځ یې وزیر با تدبیر را وغوښت او ورته وه یې…

نور